د امریکا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند جو بایډن پر ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو تورونو له کبله سختې نیوکې کړې چې وایي، د روسيې لخوا طالبانو ته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو پر سر د پیسو ورکولو استخباراتي راپورونو ته یې سم ځواب نه دی ویلی. سپینې ماڼۍ ویلي چې ولسمشر ټرمپ ته د استخباراتو له لوري په دې اړه څه نه وو ویل شوي چې روسان په افغانستان کې د امریکایانو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ورکوي. جو بایډن ویلي، که ټرمپ پر دې مسئلې نه وي خبر یا ورته چارواکو څه نه وي ویلي، نو دغه څه د خپل کار په سمه توګه نه تر سره کولو په مانا دي. نوموړی وخت ناوخته د ولسمشر ټرمپ پر بهرنۍ تګلارې سختې نیوکې کوي او د امريکا لپاره يې خطرناکې بولي.
































