د هلمند په مرکز او پنځو ولسوالیو کې د نږدې ۹۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت ۱۰ نوي روغتیایي مرکزونه پرانیستل شول. د هلمند عامي روغتيا رييس سیداحمد سعید وايي دغه مرکزونه د هلمند په هغو لرو پرتو ولسوالیو کې فعال شول چې پخوا هلته خلکو روغتيايي مرکزونو ته لاسرسی نه درلود. د ده په خبره تر دوو کلونو به دغه موسسه د یادو روغتیايي مرکزونو د ودانیو کرايي طبي وسايل او د کارکوونکو تنخواګانې ورکوي چې ټول لګښت يې ۸۹۶ زره ۴۱۵ ډالر اټکل شوی دی.
































