د بامیانو د کډوالو چارو ریاست د کډوالو چارو نړېوالې ادارې په مالي ملاتړ د دې ولایت په مرکز کې د مغارو اوسېدونکو او بې ځایه شویو ۱۴۴ کورنیو لپاره د استوګنې ښارګوټی جوړوي. د بامیانو ځايي چارواکي وايي، چې د مغارو اوسېدونکو په نوم دغه ښار ګوټی په ۱۲ هکټاره ځمکه باندې جوړیږي، چې د اوبو او برېښنا مجهز سیستم، جومات، ښوونځی، روغتیايي مراکز او نورې اسانتیاوې به پکې موجودې وي.
































