ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره په لیدنه کې ویلي چې د تهران او نوي ډیلي ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او د دوه اړخیزو ګټو د برابرولو په ګډون د سیمه ییزو مسلو په حل کې رغنده اغیزې لرلی شي. په ورته وخت کې د ایران او هند د ملي امنیت ادارو د ګډې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي چې دغو دواړو هېوادونو په افغانستان کې د بشري او اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او د یوه ټول شموله حکومت له جوړېدو یې ملاتړ کړی دی.
































