روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وبا ۸۳۳ ناروغان بېرته تر رغېدو وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي. له دې سره له کرونا ویروس څخه د رغېدلو کسانو ټول شمېر ۱۹ زره او ۱۶۴ ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې د کرونا ویروس ۸۶۸ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۳۴۸ هغو پایله مثبته وه چې ورسره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۲ زره او ۶۷۲ ته پورته شوی دی. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، په تېره شپه او ورځ کې پر کرونا وبا اخته اووه کسان مړه شوي هم دي. یاد وزارت دغه راز ویلي چې په دې وروستیو کې پر کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر کې پام وړ کموالی راغلی دی.
































