د ملکرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش په دوحه کې د افغانستان په تړاو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته خبریالانو ته ویلي چې دغه غونډه د افغانستان وضعیت ته د رسیدنی په پار د یوې ګډې نړۍوالې تګلارې د رامنځته کېدو په موخه وه، نه د سرپرست حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره. ګوترېش ویلي چې د دغې غونډې ګډونوالو د پراخ بنسټه حکومت پر نشتوالي، د ښځو او نجونو په وړاندې د سرپرست حکومت د وروستیو پرېکړو په ګډون د بشري حقونو وضعیت او نشه يي توکو په هکله اندېښنه ښودلې ده. ګوترېش دا هم وویل چې په افغانستان له خلکو سره خپلې مرستې روانې ساتي دي. د ګوترېش په وینا، له دې اندېښنو سره سره د دوحې غونډې ګډونوالو غوښتنه کوله چې د افغانستان ثبات لپاره له دغه هېواد سره ښکېل پاتې شي.
































