د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، په نږدې راتلونکي کې به د افغانستان په اړه یوه بله غونډه جوړه شي چې هلته به د افغانستان په تړاو د نړیوالې ټولنې پر اقداماتو بحث وشي. ګوترېش پرون په دوحه کې د ملګرو ملتونو په کوربهتوب د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې یوه کنفرانس کې د یوې پوښتنې په ځواب کې دا خبره وکړه. د ملګرو ملتونو سرمنشي د پرونۍ غونډې په پاې کې وویل، دوی به هېڅکله په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو چوپتیا غوره نه کړي.
































