ننګرهار کې پر څه باندې ۸ زره جریبه ځمکه خټکي او هندواڼې کرل شوي دي. د ننګرهار کانال ریاست وایي، سږکال به دوی له څلورګونو فارمونو څه باندې ۱۴ زره ټنه هندواڼې او خټکي ترلاسه کړي. د ننګرهار د کانال ریاست ویاند سید همایون غريبمل سپوږمۍ راډیو ته وویل چې د کانال شرکت په څلور ګونو فارمونو کې سږکال پر ۸ زره ۳۸ جريبه ځمکه هندواڼې کرل شوي چې حاصلات به یې د تېر کال په پرتله څو چنده زیات وي. غریبمل سږ کال د هندواڼو او خټکیو حاصلاتو زیاتېدو لامل په دغه ولایت کې زیات اورښتونه او د اوبو زیاتوالی یادوي. ننګرهار د هېواد یو له زراعتي ولایتونو شمېرل کېږي، چې د نورو حاصلاتو سره سره پکې هندواڼې هرکال ښه حاصلات لري.
































