د کندهار په مهمند ۲۰۰ بستریز روغتون کې د یوه افغان ډاکټر له لوري د هغو سو شکل ناروغانو جراحي عملیات په وړیا ډول پيل شول، چې شونډې، پزه او تالو یې سره نښتي دي. د کندهار ولایت چارواکو ویلي، چې دغه عملیاتونه له ترکیې څخه د یوه راغلي افغان ډاکټر عبدالغفار غیور له لوري پيل شوي. سرچینه زیاتوي، چې نوموړي سره یو متخصص ټیم هم ملګری دی. ورته مهال یو شمېر ناروغان وايي، چې د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو ماشومانو درملنه نه شي کولی او د دغه افغان ډاکټر له خوا د خپلو ماشومانو له وړیا درملنې خوښ دي.
































