نن د روانې مېلادي میاشتې دریمه د رسنیو د آزادۍ نړیواله ورځ ده. ددې ورځې د نمانځې په مناسبت په کابل د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې لخوا یوه غونډه هم رابلل شوې وه، چې د اطلاعتو او کلتور د مسوولینو په ګډون پکې ګڼ شمېر خبریالانو برخه اخیستې وه. په غونډه کې د اطلاعتو فرهنګ وزارت؛ د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیق الله عزيزي وویل، چې دوی د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې د بیان او مطبوعاتو ازادۍ ته درناوی لري. نوموړي وویل، هڅه یې دا ده چې د رسنیو ملاتړ وکړي او تر خپلې وسې پورې اسانتیاوې ورته برابرې کړي. د عزیزي په خبره چې د سرپرست حکومت لخوا په هېواد کې د مطبوعاتو د آزادۍ پر وړاندې هېڅ ګواښ نه دی متوجه او رسنۍ او خبریالانو په خپلو چارو کې خپلواک دي. په افغانستان کې د مطبوعاتو د آزادۍ ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې په هېواد کې د ملګرو ملتونو دفتر (یوناما) د مطبوعاتو د ازادۍ په نړۍواله ورځ د افغانستان د رسنیو د راتلوونکي په هکله اندېښنه څرګنده کړې ده. یوناما په یوه ټویټ کې لیکلي چې په افغانستان کې خبریالان د سرپرست حکومت د ګڼو محدودیتونو، ګواښ او وېرې سره مخامخ دي. سرپرست حکومت بیا د یوناما دفتر ددغه څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.
































