په لوېدیځ زون کې د ښځو د صنعت او سوداګرۍ د خونې مسوولین وايي، چې په هرات ولایت کې یې نږدې ۱۵ زره ښځو ته په بېلا بېلو برخو کې د کار زمینه برابره کړې ده. د یادې خونې رییسې مېرمن حاجیه ادیبا وزیري وایي، چې د سرپرست حکومت په لومړیو کې د مسلکي ښځو شمېر له ۷۰ څخه تر۸۰ پورې و چې له نیکه مرغه اوس ۴۵۰ تنه مسلکي ښځې د ښځینه جامو په تولید، د بېلا بېلو توکو په بسته بندۍ او پروسس، د اچارو په جوړولو، په غالۍ اوبدلو، ګلدوزۍ، خیاطۍ او په نورو برخو کې بوختې دي. د یادونې وړ ده چې اوس په هرات کې د ښځو لپاره ۵ مارکیتونه فعال دي او په لوېدیځو ولایتونو کې ۱۴۰۰ فعالې ښځینه غړې لري.
































