د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو ایچ او وایي، کندهار کې د کانګو تبې پېښې زیاتې شوي دي. دغه سازمان که څه هم چې کره شمېرې نه دي ورکړې، خو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې په جنوبي ولایتونو کې یې ۶۹ تنه روغتیایي کارکوونکي د کانګو تبې د مدیریت او کنټرول لپاره رزولي دي. کانګو یو ډول انتاني ناروغي ده چې د څارویو د کنې یا ټیک په وسیله انسانانو ته لېږدول کېږي.
































