د روغتیا نړیوال سازمان وايي، چې تېر ۲۰۲۲ کال کې یوازې دوه افغان ماشومان په ګوزڼ( پولیو) باندې اخته شوي دي، چې دا تر ټولو ټېټه شمېره ده او کولای شو، چې د پولیو ضد واکیسن په تطبیق سره افغانستان له دې ناروغۍ څخه پاک کړو. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې هغه دوه هیوادونه دي چې پولیو لاهم له ماشومانو څخه قرباني اخلي.
































