پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د جاپان سفیر «تاکاشي اوکادا» سره لیدلي. په دې کتنه کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستل کیدو، کار ته د میرمنو پر بیرته ورستنیدو، د دوحې د ناستې په هکله او د تلپاتي سولې او ثبات لپاره د ملي ډیالوگ پر ضرورت ټينګار شوی دی. د حامد کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په دې تړاو په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه د دوحې د ناستې په هکله هم هیلې څرگندې شوې او د افغانستان د ستونزو د حل او د تلپاتي سولې او ثبات د ټینگښت لپاره د بین المللي هڅو پر دوام تاکید شوی دی.
































