د افغانستان د مالیې وزارت د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په افغانستان کې د سرپرست حکومت واک ته له رسېدو سره د هېواد په اقتصادي وضعیت کې مثبت او د پام وړ بدلونونه راغلي دي او د ملګرو ملتونو د سرمنشي هغه څرګندونې له حقیقت څخه لرې دي، چې ویلي یې و، افغانستان له ستر اقتصادي بحران سره مخ دی او ۹۰ سلنه وګړي یې په فقر کې ژوند کوي. د مالیې وزارت په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ټول نړیوال بنسټونه باید په افغانستان کې روان وضعیت دقیق او د حقایقو په اساس وڅیړي او خپل مسوولیت په بې پرې توګه ترسره کړي.
































