د چين د بهرنيو چارو وزارت ویاند ماو نینگ ویلي، افغانان له تر ټولو ستونزمن حالت څخه وتلي دي، خو له سختو ننګونو سره لاهم مخامخ دي او بهرني ملاتړ او مرستو ته ډېره اړتيا لري. نو په کار ده، چې نړیواله ټولنه ددې هیواد له سرپرست حکومت سره تعامل او خبرې پياوړې کړي او دغه راز د افغانستان له بيارغونې او پرمختګ څخه دې ملاتړ وکړي. نوموړي زیاته کړې ده، چې نړیواله ټولنه دې د افغانستان سرپرست حکومت ته لارښوونه وکړي، چې ټولشموله حکومت جوړ کړي، نرم سياست غوره کړي، له ګاونډيو سره دوستانه ګاونډیتوب وساتي او له ترهګرۍ سره ټينګه مبارزه وکړي.
































