د چين د کمپيوټري ويروس د خپرېدو د مخنيوي مرکز او د ۳۶۰ شرکت د مې په ۴مې نېټې په ګډه د امريکا د مرکزي استخباراتي ادارې يانې د سي ای ای د تحقيقاتو يو راپور خپور کړ.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې ماو نينګ وويل، چې د دغه راپور له مخې، د امريکا مرکزي استخباراتي ادارې په اوږد وخت کې د بهرنيو هېوادونو د حکومتونو، شرکتونو او خلکو استخبارات او معلومات راټول کړي، بين المللي پټ فعاليتونه يې تنظيم، تطبيق او څارلي او د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې يې په پټه د رنګين انقلابونو لمسون کړی دي.
ماو نينګ زياته کړه، چې په دغه راپور کې په چين او نورو هېوادونو کې ګن شمېر واقعي پېښې افشا شوې، چې په ټوله نړۍ کې د امريکا د سي ای ای د انټرنيټي بريدونو بيلګې دي. امريکا بايد د نړيوالې ټولنې پاملرنې ته په درسنه سترګه وګوري او د نورو هېوادونو پر انټرنيټي شبکو د بريدونه او د رازونو د غلا کولو کړنې ختمې کړي.































