پیونګ یانګ ټینګار کړی دی چې له امریکا سره د خبرو بیا پیلېدو هیڅ تابیا نلري. د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې چو سون خویي ویلي چې امریکا له شمالي کوریا سره په تېرو ناستو کې د لاسلیک شویو هوکړو له موادو سرغړونه کړې ده نو دوی مجبور نه دي خپل وخت په بې ځایه مذاکراتو تېر کړي. هغې زیاته کړې، دوی د دې پر ځای چې له امریکا سره د مذاکراتو پر بیا پیل فکر وکړي د امریکا د ګواښونو پر دفع کولو کار کوي. نوموړې دغه راز ویلي، شمالي کوریا له امریکا سره مذاکراتو ته نه وخت او نه هم خبرو ته څه لري. د امریکا او شمالي کوریا اړیکې د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ له درې ځله لیدنو وروسته لا ترینګلې شوې دي.
































