د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف له خپل آلماني سیال فرانک والټر شټاین مایر سره په کتنه کې د افغانستان پر امنیتي وضعیت خبرې کړې دي. د ازبکستان د حکومت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لورو د افغانستان په ګډون د سیمې د حالاتو په پام کې نیولو سره د امنیت په برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا، له عصري ګواښونو سره د مبارزې په برخه کې خپله لېوالتیا څرګنده کړه. دواړو لورو دغه راز په سرحدي ښار ترمز کې له رامنځته شویو عصري زیربنایي فرصتونو څخه په استفادې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو پر اهمیت ټینګار کړی.
































