د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د یوه پلاوي په مشرۍ د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته روان شو. د دې وزارت مرستیال ویاند پر ټویټر لیکلي، سرپرست وزیر به پهدې سفر کې د افغانستان او پاکستان دوه اړخيزو سياسي-تجارتي اړيکو، سيمهييز ثبات او ټرانزيټ په اړه خبرې وکړي. د ویاند په خبره، د بهرنيو چارو وزارت سرپرست به د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو په شپږمه درې اړخیزه ناسته کې هم ګډون وکړي او د افغانستان او چين د بهرنيو چارو وزيران به دوه اړخيزې خبرې هم ولري.
































