د هلمند د پوهنې ریاست مسوولین وایي، د روان کال په اوږدو کې به پهدې ولایت کې ۹۳ ښوونځیو ته ودانۍ ورغوي. د دغو مسوولینو په خبره، واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو راهیسي یې په هلمند کې ۳۲ ښوونځي رغولي او دغه بهیر به دوام ولري. ورته مهال، یو شمېر زدهکوونکي هم له سرپرست حکومته د دوی د ښوونځیو د بیارغونې غوښتنه کوي، څو په ارامه فضا کې زدهکړو ته دوام ورکړي. د هلمند د پوهنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال پهدې ولایت کې ۴۱۹ ښوونځي شتون لري چې له دې منځه ۲۳۴ ښوونځي ودانۍ نهلري.
































