په آلمان کې يو شمیر مرستندويه ټولنې له حکومت څخه غواړي هغه افغانان چې په آلمان کې د منل کېدو ژمنه ورسره شوې، بايد انتقال کړل شي او پر ویزو لګيدلی بندیز دې لغوه شي. دغه ټولنې چې د ماشومانو د مرستې ټولنه، د ژغورنې نړيواله ټولنه او د ښځو د مرستې ټولنه پکې شاملې دي ویلي چې د آلمان حکومت باید يادو خلکو ته ژر تر ژره ویزې ورکړي. دې ټولنو غوښتنه کړې چې افغانان نه باید يوازې په اسلام آباد کې د سفارت له لارې د راوتلو امکانات ولري، بلکې هغوی ته دې د نورو ټولو سفارتونو له لارې هم دا امکانات برابر کړل شي.
































