د هند، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار وکړ. د رویټرز د راپور پر بنسټ، دې وزیرانو د شانګهای د بهرنیو چارو وزیرانو په ناسته کې چې د هند په ګوا ایالت کې جوړه شوې وه، د ښځو حقونو پر ساتنې هم ټینګار وکړ. د هند د بهرنیو چارو زیر اېس جي شنکر په دې ناسته کې ویلي، په افغانستان کې اوسنی وضیعت د دوی د توجه په مرکز کې دی. هغه زیاته کړې چې د افغانستان د خلکو سوکالۍ لپاره باید هڅه وشي.
































