د ایمرجنسي په نوم نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان په نړۍ کې د میندو د مړینې تر ټولو لوړه کچه لري. دغه سازمان پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې قابلې په ځانګړې توګه په افغانستان کې د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې مهمې دي. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د وګړیو صندوق هم ویلي وو چې نړۍ د قابلو له کمښت سره مخ ده. یو شمېر قابلې په اولاد د میندو د مړینو په زیاتېدو کې د کورنیو رول ته اشاره کوي وايي، هغه ښځې چې باید د ولادت لپاره په روغتون کې بستر شي، د کورنۍ مشران اجازه نه ورکوي او فکر کوي چې ډېرې ښځې په کورونو کې ماشوم زېږوي او له مشکل سره نه مخامخېږي خو هغوی په دې نه پوهیږي چې ټول ولادتونه یو شان نه وي.
































