په سعودي عربستان کې د کرونا وبا د مثبتو پېښو تر ډېرېډو او په دغه هېواد کې د همدې ویروس له امله د امریکایي سفارت د یو کارکوونکي تر مړه کېدو وروسته، لسګونه امریکایي ډپلوماټانو ته د خوندیتابه په موخه له سعودي څخه د وتلو امر شوی دی. وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ویلي چې په سعودي کې د امریکایي سفارت لسګونه کارکوونکي او کورنۍ به یې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ له دغه هېواده ووځي. د راپور له مخې، ښایي په راتلونکې اوونۍ کې ډېر شمېر نور امریکایي ډپلوماټان هم د سعودي له خاورې وایستل شي. د سعودي روغتیا وزارت وایي چې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۴ زره او ۱۹۳ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
































