ملګروملتو نن اعلان وکړ چې د افغانستان د سرپرست حکومت له لوري د دغه سازمان د ښځینه کارکوونکو پر کار له بندیز وروسته یې پرېکړه کړې چې افغان ښځینه کارکوونکې دې له کورونو کار ته دوام ورکړي. ملګري ملتونه په افغانستان کې شاوخوا ۳۳۰۰ افغان کارکوونکي لري چې د هغو په منځ کې ۴۰۰ ښځې دي. د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق ویلي چې د دوی په ماموریت کې به کوم بدلون رانه شي. تر دې مخکې د ملګروملتونو د امنیت شورا هم په یو پرېکړهلیک کې په افغانستان کې د ښځو پر کار او د نجونو پر زدهکړو محدودیتونه غندلي او له سرپرست حکومت یې غوښتي چې دا محدودیتونه لرې کړي.
































