د کابل امنیې قومنداني وايي، چې د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو سره د مبارزې معینیت اړوند د سروې ریاست له کابل امنیه قومندانۍ سره په ګډه د نشهیي توکو د کښت د کچې، د اعتیاد د علتونو او د روږدو د سرشمېرنې لپاره سروې پیلوي. د امنيې قومندانۍ ویاند وايي د دې سروې لپاره ځانګړي مسلکي ټیمونه جوړ شوي، ترڅو ټولو هغو سیمو ته سفر وکړي، چې پکې د نشهیي توکو کښت کېده او هلته به له بزګرانو وپوښتي چې ولې یې د یادو توکو کښت ته مخه کړې وه او اوس د بدیل معیشت په تړاو څه غوښتنې لري. دغه راز په دې سروې کې به د روږدو د سرشمېرنې او د دوی د روږدېدو د علتونو په تړاو هم خپل معلومات راغونډ کړي.
































