د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر پاکستان ته په سفر کې تېره شپه په اسلاماباد کې د دې هېواد د سیاسي ګوندونو له یو شمېر مشرانو سره لېدلي دي. د یاد وزارت د ویاند مرستیال پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې پهدې لېدنه کې د دواړو هېوادونو پر دوه اړخیزو مشترکاتو، سیاسي، سوداګریزو، ټرانزیټي او اقتصادي ګټو خبرې شوې دي. د بهرنیو چارو وزارت د ویاند په خبره، په دې ناسته کې ټولو برخوالو ټینګار کړی چې د دواړو ګاونډیو هېوادونو د حکومتونو او ولسونو تر منځ دې نږدېوالی راشي او په ازادانه ډول دې د دواړو ولسونو لپاره د تګ-راتګ زمینه برابره شي.
































