په افغانستان کې د اروپايي ټولنې دفتر وايي، افغانستان د بشري او طبیعي ناورینونو له اړخه څلورم هېواد بلل کېږي او زیاتوي چې اقلیمي بدلون د خلکو ژوند ته ډېر زیان رسوي. په افغانستان کې د دې ټولنې دفتر پر ټویټر لیکلي، دغه ټولنه د اقلیمي بدلون د اغېزو د کمولو او د مقابلې میکانیزمونو په موندلو کې له خلکو ملاتړ کوي. ورته مهال دې ټولنې په یوه بل ټویټ کې لیکلي چې اقلیمي بدلون افغانستان سخت اغېزمن کړی او زیاتوي چې وچکالي او سېلابونه به د افغانانو وضعیت لا ناوړه کړي.
































