د کابل – جلا آباد پر لويه لاره د لغمان په مشالې کمر سيمه کې د کرولا او ټوډي موټرو ترمنځ ترافيکي پېښه کې د دريو ښځو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي. روغتیايي مسوولینو د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ بللی دی. په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې ډېرې شوي چې د چلوونکو لخوا ناغېړي او بې احتیاطي، ګړندی تګ، زاړه او د چپ لاس موټرونه، د سړکونو خرابوالی، د خوندیتابه اصولو او ترافیکي قوانینو ته پام نه کول د یادو پېښو عمده لاملونه بلل کېږي.
































