د پاکستان له زندانونو ۱۵ افغانان آزاد شول او په تورخم کې د افغانستان سرپرست حکومت ته وسپارل شول. تر دې وړاندې هم سلګونه افغانان د ګاونډي هېواد له بند خونو څخه آزاد او هېواد کې خپلو کورنیو ته سپارل شوي وو. د یو بل خبر له مخې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د غويي میاشتې په ۱۵مه او ۱۶مه له پاکستان څخه د کندهار سپین بولدک له لارې ۷۰۳ افغان کډوال هېواد ته را ستانه شوي. یاد وزارت زیاتوي، په راستانو شویو کډوالو کې ۹۴ کورنۍ دي، چې د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالو نړیوال سازمان ته ور پېژندل شوي دي.
































