د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح چې تازه له کرونا ناروغي څخه روغ شوی دی وایي، فکر کوي چې هېوادوالو کرونا وبا ته ماتې ورکړې ده. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي چې که څه هم دا مسلکي قضاوت نه دی خو په خبره یې؛ د ده د محاسبې له مخې هېوادوالو د دې ناوړه ویروس منحني، د سنتي او کورنیو درملو په واسطه ماته کړې ده. صالح شاوخوا یوه میاشت وړاندې په کرونا ویروس د ځان او د خپلې کورنۍ د غړو اخته کېدو خبر ورکړی و. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې روغتیا وزارت هم ویلي په وروستیو دریېو اوونیو کې په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو شمېر کې پام وړ کموالی راغلی دی.
































