د نورستان ولایت سیمییز مسوولین دغه ولایت ته د تلونکو سیلانیانو د شمېر له زیاتېدو خبر ورکوي. د نورستان د والي ویاند زیاتوي، له کوچني اختر راهیسې زرګونه سیلانیان دغه ولایت د چکر لپاره تللي او په وینا یې هڅې روانې دي، چې سیلانیانو ته د مېلمستونونو او ګرځنده رستورانتونونو په ګډون نورې اسانتیاوې هم برابرې شي. یو شمېر سیلانیان بیا په دغه ولایت کې سیلانیانو ته د اسانتیاوو له برابرېدو خوښ دي او د نورو اسانتیاوو د برابرېدو غوښتنه هم لري. نورستان ته ورغځېدلی سړک چې له لوړو ژورو تیریږي خام دی خو د دې ولایت مسوولین وايي، چې د سرپرست حکومت د مشر د حکم له مخې به دا سړک په اساسي ډول رغول کېږي او تر څنګ به یې سیار هوټلونه او نورې اسانتیاوې هم برابرې شي.
































