د کندوز ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په دې ولایت کې تېرکال لسګونه پروژې پلې شوي او ګڼې نورې تر کار لاندې دي. د دې ولایت والي ملت ته د حساب ورکولو په یوه پروګرام کې ویلي، چې په کندوز ولایت کې لسګونه پرمختیايي پروژې د تېر کال په اوږدو کې پلې شوي او په یو شمېر نورو یې اوس هم کار روان دی. د نوموړي په خبره د دې پروژو په جریان کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې او هڅه کوي د دې ولایت لپاره نورې پروژې هم پیل کړي. د کندز ولایت اوسېدونکي له دې پروژو څخه هرکلی کوي او وايي، چې لاهم په دې ولایت کې ډېر کار ته اړتیا ده او حکومت باید په هغه سیمو کې پرمختیايي پروژې پیل کړي، چې په تېرو دوو لسیزو کې جګړو سختې ځپلې دي.
































