د چين د انسان وړونکو فضايي چارو انجينرۍ دفتر خبر ورکړ، چې (تيان جو ۶) نومي مال وړونکې فضايي بېړۍ يې د استولو ځای ته ليږدولې او په راتلونکو څو ورځو کې به د راکټ له لارې فضا ته واستاوي.
(تيان جو۶) مال وړونکې فضايي بېړۍ ۱۰.۶ متره اوږدوالی او ۱۳.۵ ټنه وزن لري او ۷.۴ فضا ته يوځل ټنه مالونه ليږدولی شي.
دا به د چين د فضايي ستېشن له جوړېدو وروسته لومړی ځل وي، چې دغه هېواد خپل فضايي ستېشن ته فضايي بېړۍ واستوي.
د معلوماتو له مخې، چين به پر يادې فضايي بېړۍ سربيره (شنجو ۱۶) او (شنجو ۱۷) انسان وړونکې فضايي بېړۍ هم په جلاجلا توګه په روانې مې او راتلونکې اکتوبر مياشتې کې فضا ته واستاوي.
































