د رییسالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، تېر کال لسګونو سترو بهرنیو شرکتونو د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د شاوخوا ۱۰ مېلیارډ ډالرو پانګونې لپاره چمتوالی ښودلی و چې ځینو یې خپلې چارې عملاً پیل کړې دي. د اقتصادي معاونیت دفتر په یوه ټویټ کې د سرپرست حکومت د ۱۴۰۱ کال د لاسته راوړنو په اړه لیکلي چې په دې کال کې د صادراتو کچه دوه مېلیارډ ډالرو ته لوړه شوې وه او همداراز او په هېواد کې تورم یا انفلاسیون راکم شوی دی. د دوی په خبره، افغانۍ د سارک سازمان د غړو هېوادونو په منځ کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د غوره ثبات لرونکي پولي واحد په توګه پېژندل شوې ده.
































