د زابل د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د معتادینو د درملنې لپاره ۵۰ بستریز روغتون پرانستل شو. د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې له دې وروسته به په دغه روغتون کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه کېږي. د زابل والي ویلي، چې په دغه ولایت کې به د ناروغانو لپاره ګڼې اسانتیاوې برابرې کړي او د معتادینو ژوند ته به پاملرنه کوي.
































