په کندهار کې سږکال پر ۹۵ زره هکتاره ځمکه غنم کرل شوي او د کرنې ریاست مسوولین وايي، سږکال به د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راشي. د دغه ریاست د زراعتي چارو امر ایمل حکیمي وايي، سږ کال په کندهار کې پر ۹۵ زره هکټاره ځمکه غنم کرل شوي او د اټکل له مخې به تر ۳۵۰ زره ټنه حاصل ورکړي.
غنم چي د خلکو لومړنۍ اړتیاوې بلل کېږي، په دې وروستیو کې يې بیې لوړې شوې او خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي چي نرخونه يې کنټرول کړي. هغوی وایي، حکومت دې ګاونډیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان ته د غنمو د غیر قانوني لېږد مخه ونیسي. د کندهار په ټولو ولسوالیو کې غنم کرل کېږي خو ډېره برخه یې په ډنډ، دامان، ژړۍ، شاولیکوټ، پنجوايي، میوند او ارغستان کې کرل کېږي.
































