د بلخ – جوزجان پر لویه لاره په یوه ترافیکې پېښه کې ۹ تنه ټپيان شوي دي. چارواکي وايي، دغه پېښه نن ماسپښین شاوخوا دوه بجې د یو کرولا ډوله او سراچې موټرونو د ټکر له امله شوې ده، چې په پایله کې یې د یوې مېرمنې په ګډون ۹ کسان ټپیان شوي، چې د یو شمیر کسانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی. دغه پیښه د دواړو موټر چلوونکو د ګړندي تګ له کبله را منځته شوې ده.
































