د عامې روغتیا سرپرست وزیر تهران کې له خپل ایراني سیال سره په لیدنه کې بامیانو ولایت کې د ۲۰۰ بستریز امام خمیني قلبي روغتون د کارونو پر پرمختګ او سرحدونو کې د ناروغیو د لېږد د مخنیوي پر میکانېزم خبرې کړې دي. یاد وزارت زیاتوي، چې دواړو لوروو دغه راز ايران کې افغان کډوالو ته د درملنې لپاره د شرایطو او اسانتياوو په برابرولو، د طبي تجهیزاتو او باکیفیته درملو پر اړتیا او د روغتیایي پرسونل د ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړې او د روغتیا په برخه کې یې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.
































