امریکا او بریتانيا په پاکستان کې د قانون د حاکميت غوښتنه وکړه. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، سپینې ماڼۍ پرون ویلي، چې د پاکستان د پخواني صدراعظم عمران خان پر نيول کېدو خبره ده او په پاکستان کې يې د قانون حاکميت ته د درناوي غوښتنه وکړه. د پاکستان مخکینی صدراعظم عمران خان پرون په اسلام اباد کې محکمې په انګړ کې د رنجر ځواکونو له خوا ونيول شو. بلخوا د بریتانيا د بهرنيو چارو وزير، جېمز کليورلي ويلي، غواړي په پاکستان کې د سوله ييزې ډيموکراسي شاهد وي. د بریتانيا د بهرنيو چارو وزير ويلي، بریتانيا غواړي په پاکستان کې د قانون رعايت وګوري.
































