په اروزګان ولایت کې د یوې کورنۍ درې پرلهپسې نسلونه د سترګو په برخه کې معلول او لید یې د نورو خلکو په نسبت کمزوری دی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰ کسانو ته رسیږي. د يادې کورنۍ غړي وايي، دوی په هېواد کې د علاج کولو لږ څه هڅې کړي، خو اقتصادي ستونزو له امله نهشي کولی چې بهرنيو هېوادونو ته د درملنې لپاره لاړ شي. دوی له دې حالت څخه د وتلو لپاره د مرستې او درملنې غوښتنه کوي. مسوولین وايي دا کورنۍ چې اوسمهال په یوه کلي بدله شوې ګڼ معلول کسان پکې استوګن دي، چې دوامداره لاسنیوی یې شوی دی.
































