د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد دا ځل په خپل سفر کې یوازې پر سوله نه، بلکې د افغانستان د راتلونکي پرمختګ په اړه هم بحث کړی دی. زلمي خلیلزاد لومړی د منځنۍ اسیا د هېوادونو په غونډه کې ګډون وکړ، بیا پاکستان ته لاړ او له هغه ځایه دوحې ته لاړ. په دې سفرونو کې د امریکا د پراختیايي او پانګونې د برخې متخصصینو او مسوولینو هم له خلیلزاد سره ملتیا کوله. نوموړي د قطر، منځنۍ اسیا هېوادونو او پاکستان دا ژمنه هم ترلاسه کړې چې له افغانستان سره د پراختیا او اقتصادي ودې په برخه کې به همکاري کوي.
زلمي خلیلزاد د افغان سولې او تر سولې وروسته د افغانستان د پرمختګ لپاره یو بل سفر هم څو هېوادونو ته وکړ. تر اوسه دغه سفر روان دی او په هغه کې یې د افغان سولې لپاره د ملاتړ د جلبولو ترڅنګ د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان پر اقتصادي وده او پرمختګ هم خبرې کړې دي. په دې لړ کې تر هر څه وړاندې د مرکزي اسیا هېوادونو په یوه غونډه کې ګډون وکړ. دغه غونډه د سي۱+۵ نومېږي او په هغه کې د منځنۍ اسیا د هېوادنو راتلونکې اړیکې او اوسنی وضعیت ارزول کېږي.
له خلیلزاد سره په دې غونډه کې د امریکا د انکشافي او پانګوالۍ د برخې متخصصینو او مسوولینو ګډون کړی و او دوی په دې سفر کې په منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا او افغانستان کې د پانګهوالۍ او اوږدمهاله بنسټیزو پروژو فرصتونه ارزول. خلیلزاد په دې سفر کې د منځنۍ اسیا د هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو وغوښتل چې خپل یووالی حفظ کړي او تر څنګ یې له افغانستان سره په دايمي پرمختګ او اقتصادي وده کې مرسته وکړي. د خلیلزاد په خبره، امریکا په سیمه کې د اوږدمهاله او بنسټيزو پروژو ملاتړه ده او په دې لټه کې ده چې تر سولې وروسته افغانستان ته د انکشاف فرصتونه برابر کړي.
د منځنۍ اسیا هېوادونو په دې غونډه کې ژمنه کړې چې له افغانستان سره به تر هر څه وړاندې د سولې په راتګ او تر هغه وروسته د اقتصادي ودې او پراختیا په برخه کې همکاري کوي. خلیلزاد هم ویلي وو چې دی یې له دې سفر خوښ دی او یادو هېوادونو استازو ته یې ویلي چې د افغانستان ثبات د ټولې سیمې په ګټه دی او دا مسئله به منځنۍ او جنوبي اسیا سره ونښلوي.
تر منځنۍ اسیا وروسته خلیلزاد پاکستان ته په سفر لاړ او هلته یې له پاکستاني چارواکو سره پر مهمو مسایلو خبرې وکړې. له پاکستان یې هم غوښتي چې د سولې په پروسه کې همکاري ډېره کړي او تر څنګ یې دې د افغانستان په دایمي پرمختګ او اقتصادي وده کې همکاري وکړي. پاکستاني لوري هم ویلي چې دوی له افغانستان سره د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په لټه کې دي.
خلیلزاد تر پاکستان وروسته په دوحه کې له طالبانو او همدا راز له قطري چارواکو سره د افغانستان پر سولې او تر سولې وروسته په اقتصادي فعالیتونو او پراختیايي چارو خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې، د امریکا د پراختیایي ادارې مالي مسوول په دې سفر کې له طالبانو سره خبرې کړي او پر هغو پلانونو یې ورسره د نظر تبادله کړې چې تر سولې وروسته د افغانستان لپاره جوړ شوي دي. طالبانو ویلي چې دوی په افغانستان کې له اقتصادي او بنسټیزو پروژو ملاتړ کوي او په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دي.
د دې تر څنګ خلیلزاد په دوحه کې له قطري چارواکو سره هم د افغانستان پر سولې او بنسټیزو پروژو خبرې کړې دي. خلیلزاد له دغه هېواد غوښتي چې په افغانستان کې د پانګهوالۍ ګڼ فرصتونه موجود دي، نو قطر دې د افغانستان د ودې او په دغه هېواد کې د کار او روزګار په پیدا کولو کې خپلې همکارۍ ډېرې کړي. قطر هم په دې برخه کې د مرستو ډاډ ورکړی دی.
































