د چين د دولتي شورا غړي او خارجه وزير چين ګانګ پر ځايي وخت د مې په ۶مه نېټه د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو بلاول بوټو زرداري او امیر خان متقي سره د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو په ۵ ډيالوګ کې ګډون وکړ. په دغه کتنه کې يو لړ لاسته راوړنې تر لاسه شوې او د افغانستان خلکو په دې تړاو خوشبيني ښودلې ده. په دې اړه د چين ميډيا ګروپ د پښتو څانګې خبريالې په ځانګړې توګه د افغانستان د سياسي او فرهنګي چارو شنونکي احسان الله وفا سره مرکه وکړه.
د چين حکومت تل د افغانستان د بيارغونې له چارو څخه ملاتړ کړی او کوي يې او په دې اړه هم ډېرې ګټورې نظريې يې وړاندې کړې. دا ځل چین دا نظر ښودلی، په ګډه د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو او افغانستان ته د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز پراخول وهڅوي. په دې هکله ښاغلي احسان الله وفا وويل، چې د افغانستان ، چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ناسته چې د نورو موضوعاتو ترڅنګ پکې د اقتصادي دهلېز پر پراخولو هم خبرې شوې، دا دهلېز به د درېواړو هېوادونو په اقتصادي پرمختیا کې رغنده ونډه واخلي او ترڅنګ به یې په دوستانه اړیکو کې هم د پام وړ بدلون راشي.
چين د افغانستان له جګړې وروسته له اوسني سرپرست حکومت سره تماس نيولی، خو هېڅکله يې د دغه هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې. دا هم د افغانستان د خلکو په ذهن کې يوې ژورې خاطرې پرې ايښې دي. چين د افغانستان د خپلواکۍ، ملي حاکميت او د ځمکنۍ بشپړتيا پوره درناوی کړی او کوي يې، د افغانانو د خوښې انتخاب، دیني عقایدو او ملي دودونو ته احترام کوي. دغه راز چين به هېڅکله د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي او نه به هم په دغه هېواد کې خپلې شخصي ګټې او نفوذ سيمه ولټوي. په دې هکله ښاغلي احسان الله وفا وويل، دا چې چین هېواد په افغانستان کې د هېڅ ډول نه مداخلې خبر ورکوي، دا یوه ښه خبره ده؛ خو ګټې هر هېواد په افغانستان کې لري د دې ترڅنګ د افغانانو غوښتنه دا ده چې چینایان د افغانانو په څنګ کې ودرېږي او په دې هېواد کې لا ډېرې پانګونې ته زمینه برابره کړي، افغان ځوانانو ته ښوونیز بورسونه ورکړي، تجارت پراخه کړي او زموږ د افغانانو هراړخیز ملاتړ وکړي.
ښاغلي احسان الله وفا له افغانستان سره د کومک کولو په هکله ډېرې تمې لري. چين به هم کوشش وکړي، چې د افغانستان د بيا رغونې په چارو کې ورسره مرسته وکړي. په دې هکله ښاغلي احسان الله وفا وويل، چین باید افغانستان کې پانګونه وکړي او زموږ د افغانانو لاسنیوی وکړي، د بیا رغونې په اړه کوټلي ګامونه واخلي او د یو نږدې ګاونډي او دوست په توګه زموږ د ځوان نسل په روزنه، تجارت، او اړیکو په لا پیاوړتیا کې رغنده ګامونه واخلي.
چين څو ځلې پر امريکا غږ کړی، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې بېرته ورکړي او پر دغه هېواد دې لګېدلي بندیزونه لغوه کړي. دا ځل د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ بيا د چين، پاکستان او افغانستان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې دغه نظر تکرار کړ. په دې اړه ښاغلي احسان الله وفا وويل چې موږ د چین د دې ګام چې زموږ د شتمنیو په خلاصېدو کې یې په امریکا او متحدینو یې غږ کړی استقبال کوو او له خپلې شتمنۍ په ازادېدو ټینګار کوو. هیله ده نړیواله ټولنه دا غږ بدرګه کړي او زموږ شتمنۍ یو قانوني حکومت چې د افغانانو په خوښه وي وسپاري.
چين تل هيله لري، چې په افغانستان کې تلپاتې سوله رامنځته شي او په دې ترڅ کې د ترهګرۍ ګواښونو له منځه وړل ډېر مهم دي، دا نه يوازې د افغانستان، بلکې د دې سيمې د سولې او ثبات لپاره ستر ارزښت لري. د چين بهرنيو چارو وزير چين ګانګ په ياده غونډه کې غوښتنه کړې، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې له افغانستان او پاکستان سره همکارۍ وکړي. په دې اړه ښاغلي احسان الله وفا وويل، ترهګري هېڅ پولې نه لري او افغان سرپرست حکومت باید د نړیوالې ټولنې سره په ګډه د ترهګرۍ پروړاندې مبارزه وکړي، د سیمې هېوادونه په تېره د افغانستان ګاونډیان د ترهګرۍ پرضد د مبارزې لپاره یو ګډ بلاک رامنځته کړي او په ګډه کار وکړي.
































