دافغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د چین له سفیر وانگ یو سره کتلي او د افغانستان د روانو حالاتو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو په اړه یې خبرې کړې دي. د حامد کرزي له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات په برخه کې د چین د وروستنۍاعلان شوې پالیسي او د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر موقف تاییدکړ.حامد کرزي دغه راز په دې لیدنه کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستل او کار ته د ښځو بیا ورستنېدل د هېواد د آبادۍ او هوساینې لپاره حیاتي وبلل او د دایمي سولې او ثبات لپاره یې ملي ډیالوگ ضروري وګڼه.
































