د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، چې په ننګرهار کې ګڼې ټولګټې پروژې پیل شوې او له دې سره به زرګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شي. د دوی په خبره، چې د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په مالي ملاتړ د ننګرهار په روداتو، مومندرې، کوټ او پچیر اګام ولسوالیو کې د ټولنیزو معیشیت پروژې په آډانه کې ټولګټې پروژې پلې کېږي، چې په روداتو کې نن د یادې پروژې چارې پيل شوې.
































