د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا اداره د بودیجې د نشتوالي له امله نشي کولی په افغانستان کې د خوارځواکۍ لپاره ځانګړي خوراکي توکي برابر کړي. په افغانستان کې د یونیسف د تغذیې د څانګې مشرې ملاني ګالوین ویلي، چې سږ کال به په افغانستان کې ۸۷۵ زره ماشومان له حادې خوارځواکۍ سره مخ شي.د هغې په وينا، دغه اداره د دغو خوراکي توکو د برابرولو لپاره ٢١ ميليونه ډالرو عاجلې بوديجې ته اړتيا لري.
































