روسیه وایي امریکایي ځواکونه په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې ښکېل دي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي امریکا روسي ځواکونه په افغانستان کې د جګړو پر پراختیا تورنوي خو د امریکایي استخباراتو غړو په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس درلود. دده په خبره د سي ای اې د غړو الوتکې له کندهار او بګرام هوايي ډګرونو الوتلې او په المان او رومانیا کې کېناستلې خو هېچا هم ترې پوښتنه نه کوله. د کابلوف په خبره په دې کیسه هر افغان خبر دی او امریکا دې پر روسیه د طالبانو د ملاتړ تورونه نه پورې کوي. روسیې داسې مهال دغه څرګندونې کړې چې تر دې مخکې امریکايي رسنیو مسکو په افغانستان کې طالبانو ته د انعام ورکولو او وسلو په برابرولو تورن کړی دی.
































