د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ناروې سفارت له شارژدافیر پال کلومان بکن سره په کابل کې لېدلي دي. د حامد کرزي له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، پهدې لېدنه کې سربېره پر دې چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو پر پرانیستلو او کار ته د مېرمنو پر ستنېدو ټینگار وشو، همداراز په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینگښت لپاره ملي خبرې اترې اړینې وبلل شوې. د دې لېدنې پر مهال دواړو خواوو د دوحې ناستې له پایلو خوښي وښوده او هیله یې څرگنده کړه چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره نړیوالې هلې ځلې دوام ومومي.
































