د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، له هېواده بهر ته د ګرانبیه ډبرو د صادراتو کچه کمه شوې ده. د دې خونې په وینا، په وروستي یوه کال کې کې چین او پاکستان ته د پنځه میلیونه ډالرو په ارزښت ګرانبیه ډبرې په تېره بیا، لاجورد او نفرایت صادر شوي دي. د لاسي صنایعو د پراختیا دولتي شرکت وایي، چې د سیمې په هېوادونو کې ګران بیه ډبرې کمې دي او له امله همدې د هېواد ګران بیه ډبرې ځانګړی اهمیت لري. د افغانسان د کانونو ارزښت څه باندې درې ټریلیون ډالره اټکل شوی دی او افغانستان تر دې دمه نه دی توانیدلی چې د کانونو له استخراجه په لازمه توګه ګټه ترلاسه کړي.
































